
د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیزو ادرسونو ویلي، چې د دغه غورځنګ ځواکونو د خیبر عملیاتو په دوام لکي مروت ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر موټر بمي برید کړی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دې برید کې د یوه افسر په ګډون پنځه پولیس ټپیان شوي، چې یوه تن یې روغتون کې د ژورو ټپو نو له امله ساه ورکړې ده.
د پاکستان پوځي رژیم ځایي امنیتي ادارو هم دې برید کې د پنځو پولیسو ټپي کېدل تائید کړي دي.

