
د ايران دولتي رسنۍ (ایران بالعربیة) وايي سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې د سيمې له هېوادونو سره یې د ښه ګاونډيتوب په پار د زغم پاليسي نوره پای ته رسېدلې ده.
سپاه پاسداران جدي خبرداری کړی چې د سيمې په هغو هېوادونو چې امريکايي تاسیسات پکې دي په راتلونکو بریدونو کې به هېڅ ډول ملاحظات په پام کې ونه نيسي.
په یاد خبرداري کې ویل شوي، چې د دې هېوادونو پر بنسټیزو تاسیساتو به داسې بریدونه وکړي چې د کلونو لپاره به سيمه له تېلو او ګازو بې برخې کړي.
که څه هم په ياد خبرداري کې په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخيستل شوی؛ خو د شنونکو په باور سيمه کې د عرب هېوادونو سربېره دا ګواښ پاکستان ته هم متوجه کېدای شي.

