د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، له روسیې سره په لوړه کچه تعامل ته خوښ یو، ځکه سیمه له لویو بدلونونو سره مخ ده.
نوموړی چې دا مهال مسکو ته په رسمي سفر تللی زياته کړې، چې وروستیو پېښو د ايران او روسيې ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو ژوروالی او پیاوړتیا لا څرګنده او روښانه کړې.
د عراقچي په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اړیکې لا پسې پراخیږي او د ډیپلوماسۍ په برخه کې د روسیې ملاتړ ته هرکلی وایو.


