د کار او ټولنيزو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، له راتلونکې سه شنبې ورځې څخه، چې د جوزا له ۵ مې او د ذوالحجې له ۹ مې نیټې سره برابره ده، د جوزا میاشتې تر ۹ مې نېټې د عرفې مبارکې ورځې او لوی اختر په مناسبت رخصتي اعلان کړه.
دې وزارت ويلي، چې دا رخصتي به څلور کاري ورځې وي او له پای ته رسېدو سره سم به یې رسميات د ذوالحجې په ۱۴مه چې د جوزا له لسمې نېټې سره برابره ده د يکشنبې ورځ بېرته پيل شي.


