د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر، نور الدین عزیزي او د ازبکستان د وزیرانو شورا د کوچنیو صنایعو د پراختیا ادارې رئیس، ناظمجان خالمرادوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د غړو په ګډون کابل کې د افغانستان او اوزبکستان د سوداګریز نښلون کنفرانس ترسره شو.
وزارت زیاتوي، چې د یاد کنفرانس د جوړېدو موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچې لوړل، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او همکاریو پراختیا او افغانستان کې د ګډې پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
ښاغلي عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د کابل او تاشکند اړیکې تر بل هر وخت نږدې شوې دي.
په ورته مهال ازبکستاني چارواکو افغانستان کې د پنبې کښت او د ورېښمو تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې له دې سره به افغانانو ته سلګونه کاري زمینې برابرې شي.


