د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د هوايي دفاع سېسټمونو یې تېره اوونۍ درې زره او ۸۹۱ اوکراینۍ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دغو الوتکو مخنیوی د روسیې د پلازمېنې په ګډون یو شمېر لویو او وړو ښارونو کې شوی دی.
په ورته مهال د روسیې پوځ تېره ورځ پر اوکراینۍ پلازمېنې سلګونه ډرونونه او توغندي توغولي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د یادونې ده، چې د روسیې او اوکراین جګړه په ۲۰۲۱ کال کې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې له دواړو لوریو سلګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.


