د هېواد دفاع وزير، مولوي محمد يعقوب مجاهد روسیې ته د سفر په ترڅ کې په مسکو کې د افغانستان سفارت له ودانۍ او اداري څانګو څخه لیدنه کړې ده.
په مسکو کې د افغانستان سفارت لیکلي، چې نوموړي د سفارت د کارکوونکو له هڅو، منظمې همغږۍ او په روسیه کې د افغانستان حکومت د ښې استازولۍ ستاینه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې ښاغلي مجاهد افغانانو ته د معیاري، اغېزمنو او پر وخت کونسلي او اداري خدماتو پر وړاندې کولو هم ټینګار کړی دی.


