د نیویارک ښاروال، زهران ممداني د ایران او امریکا ترمنځ جګړې پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا جګړه د امریکا د کانګرس له اجازې پرته پیل شوې.
نوموړي د جګړې اقتصادي زیانونو ته په اشارې ویلي، د سون توکو او خوراکي موادو بیې لوړې شوي، چې له امله یې د امریکايي کورنیو اقتصادي وضعیت تر سخت فشار لاندې راغلی دی.
د نیویارک ښاروال ټینګار کړی، چې له پیله د دې جګړې مخالف و او ویلي یې دي، چې دا جګړه باید هر څه ژر پای ته ورسېږي.


