د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام ويلي، د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزو اړیکو د ۱۴۰۳ کال پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ وده کړې ده.
نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ټولیز ارزښت له ۲۹۶ میلیونه ډالرو ۵۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې د نږدې دوه برابره زیاتوالي ښکارندویي کوي.
د دې ودې سربېره، د سوداګرۍ جوړښت لا هم متوازن نه دی؛ ځکه د سوداګرۍ لویه برخه واردات جوړوي، او د افغانستان صادرات یوازې نږدې ۵ میلیونه ډالر ارزښت لري چې لږ دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د دې ودې د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره باید د صادراتو د زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ زمینه لا زیاته برابره شي.


