د افغان حکومت مشرتابه نن (پنجشنبه) د هېواد د شمالختیځ او شماللوېدیځو زونونو له والیانو، د علماوو شوراګانو له رئیسانو او د استیناف محکمو له مشرانو سره کتلي.
د افغان حکومت مرستیال ویاند وایي، مشرتابه په دې لیدنه کې د یووالي پر پیاوړتیا، د روغې جوړې د فرهنګ پراختیا او د اسلامي شریعت پر پلي کېدو ټینګار کړی.
مشرتابه دغه راز د شمالختیځ او شماللوېدیځو زونونو د چارواکو فعالیتونه ستایلي او هغوی یې د سلا مشورو دوام، خیرخواهۍ، د مسلمانانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او د دین خدمت ته هڅولي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې مسئولینو ته د تقوا، عدالت، تواضع، د ا.ا د فرمانونو د پلي کولو، امر بالمعروف او نهې عن المنکر او خلکو ته د رښتیني خدمت سپارښتنه هم کړې ده.
په ورته مهال د غونډې ګډونوالو د افغان حکومت له مشرتابه سره خپل «بیعت» تازه کړی او ژمنه یې کړې چې د نظام د ټینګښت لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.


