راپورونه وایي، د امریکا اوهایو ایالت په «ټولیډو» ښار کې وسلهواله نښته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دوه وسلوالو کسانو پر یوه او بل ډزې کړي چې له امله یې یاد کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې چې د پېښې عاملینو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي.
ځایي روغتیایي چارواکو ویلي، ټول ټپیان ژوندي دي، خو د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.


