هر هغه هېواد چې د پرمختګ، ودانۍ او سوکالۍ په لور ګامونه واخلي، په ځانګړي ډول که خپل اسلامي نظام د بدلون او ځواک سرچینه وبولي، نو ښکاره خبره ده چې د اسلام پخواني دښمنان نه غواړي داسې هیله بښونکي او زړه راښکونکي حالتونه وویني او بې پروا پاتې شي.
همدا لامل دی چې هره خاوره چې د اسلامي افکارو او ارزښتونو له فضا څخه تغذیه کېږي او د شریعت د احکامو او لارښوونو له برکته یې د ژوند رګونه پیاوړي کېږي، د اسلام دښمنان ژر تر ژره د توطیو او دسیسو له لارې هغې خاورې ته مخه کوي او هڅه کوي چې هغه د ظاهري او معنوي ابادۍ له بهیره لرې وساتي.
د دې هدف لپاره، دوی هڅه کوي که امکان وي د پوځي حضور او یرغل له لارې اسلامي خاوره اشغال کړي، هېواد ټوټې ټوټې کړي او خپلواکي او آزادي یې له منځه یوسي. که مستقیمې جګړې ته داخل نه شي، نو بیا د فریب او دوکې لاره غوره کوي او خپلې ناوړه موخې د مزدورانو، ځان پلورونکو او ناپوهو داخلي کسانو په وسیله پر مخ وړي.
په همدې لړ کې، هغوی د بېلابېلو امتیازاتو او هڅونو له لارې ځینې کسان خپل لوري ته راکاږي، وسلې ورکوي، تشویق کوي او قصداً یې د خپل ملت او اسلامي حکومت پر ضد پاڅون او مخالفت ته هڅوي.
د دې لپاره چې په دې قضیه کې خپله نښه پرېنږدي، دوی مستقیم لاس نه وروړي، بلکې د پخوانیو واسطهګرو او مزدورانو له لارې کار مخته وړي تر څو د هېواد دننه ناپوه کسان استعمال کړي او هېواد ګډوډ او ویجاړ کړي.
هیڅ شک نشته چې افغانستان د اشغال، جګړو او ویجاړیو له هغو تورو کلونو وروسته چې له شلو کلونو ډېر یې دوام وکړ، بالاخره د ډېرو قربانیو او زیاتو هڅو په بدل کې خپله آزادي ترلاسه کړه. اوس دا هېواد د اسلامي نظام د عدالت تر سیوري لاندې او د آزادۍ په فضا کې دی.
خو د اسلام دښمنان هېڅکله د دې عدالت او آزادۍ منلو ته تیار نه دي او طبیعي ده چې په هره ممکنه لاره به هڅه کوي د اسلامي نظام دا سیوری له منځه یوسي. له همدې امله، د ناپوهو او ساده خلکو په وسیله بې ګټې او کمزورې هڅې کوي تر څو په دې مبارکه خاوره کې د امنیت فضا محدوده کړي.
په افغانستان کې د نوي کال او پسرلي له را رسېدو سره، په تېرو څو کلونو کې هر ځل په رسنیو کې داسې کلیپونه او لنډې ویډیوګانې خپرېږي چې ګواکې د همدې ملت ځینې کسان، خو په پټو څېرو او په ملي ژبه، د اسلامي نظام پر ضد راپورته شوي او د مبارزې اعلان کوي. داسې ښکاري چې غواړي د اسلامي نظام ښېګڼې تر سیوري لاندې راولي او د خلکو افکار ګډوډ کړي.
خو که حقیقت ته پام وشي، دا ټولې هغه دسیسې دي چې که پړاو په پړاو وڅېړل شي، نو یوې سرچینې ته رسېږي؛ یعنې د اسلام هماغه پخواني دښمنان او د هغوی ناوړه پلانونه چې هېڅکله نه غواړي په اسلامي خاورو او د مسلمانانو تر منځ د اسلام د ودې او غوړېدنې منظر وویني.
هغه کسان چې په دغو رسنیو او ویډیوګانو کې د اسلامي نظام پر ضد د مبارزې اعلانونه کوي، په اصل کې دوکه شوي کسان دي چې د دروغجنو وعدو په بدل کې غولېدلي او خپل ژوند یې د دښمنانو لپاره خرڅ کړی دی او په پای کې به د شرميندګۍ او پښېمانۍ پرته بل څه ترلاسه نه کړي.
لکه څنګه چې مخکې هم وویل شول، د اسلام دښمنان هېڅکله له دغو کسانو سره مستقیمې اړیکې نه نیسي، بلکې د واسطهګرو او نورو مزدورانو له لارې اړیکه ټینګوي او د اسلامي سیمې د امن فضا د خرابولو لپاره له منځګړو هېوادونو کار اخلي، تر څو خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.
له هیچا پټه نه ده چې افغانستان د داسې یوه هېواد ګاونډی دی چې په دې ټولو کلونو کې یې هېڅکله د ښه ګاونډیتوب احساس نه دی ورکړی، بلکې تل یې زموږ ګران هېواد ته ستونزې او اذیتونه جوړ کړي دي.
شک نشته چې دغه هېواد به له هر فرصت او هرې موقع څخه استفاده وکړي، تر څو خپل زهرجن نېش د دې هېواد په سالم وجود کې خښ کړي او لکه مار خپل زهر پکې خپاره کړي.
خو له دې ټولو سره سره، په دې پاکه خاوره کې د اسلامي نظام ځواک او هیبت ته زیان نه رسېږي، بلکې لا به روښانتيا، ځلا او ځواک زیات شي او د هرې ورځې په تېرېدو سره به دا نوی نظام لا پیاوړی او غښتلی کېږي او سیوری به یې لا پراخېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


