د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د غزني ولایت محتسبینو د یاد ولایت مقر ولسوالۍ کې یوه ۶۰ کلن سپینږیري ته د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د ودېدو مخنیوی کړی.
د یاد وزارت په وینا، یاده نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري د زیاتو پیسو په بدل کې سپینږیري کس ته په نکاح ورکول کېده؛ خو د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.
په ورته مهال د غزني ولایت محتسبینو د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یوې کونډې مېرمنې د جبري نکاح مخنیوی هم کړی دی.


