د ایران سپاه پاسداران پر دغه هېواد د امریکا تازه بریدونو ته په غبرګون کې اردن، بحرین او کوېټ کې پر امریکایي پوځي هډو توغندیز بریدونه کړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغو بریدونو کې د امریکایي ځواکونو د کټرول او قومندې مرکزونه او د «F-35، F-15 او F-16» جنګي الوتکو هنګرونه په نښه شوي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د امریکا پوځي تأسیساتو ته زیان اوښتی او ګڼې جنګي الوتکې له منځه وړل شوې دي.
د امریکا پوځ د ایران دې ادعا ته کوم غبرګون نهدی ښودلی؛ خو اردن کې یې له خپلو اتباعو غوښتي چې ځانونه پټنځایونو ته ورسوي.


