روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې یو ۱۹ کلن ځوان د اسلامي امارت په اړه د ناسمې تبصرې له امله لس زره روبله جریمه کړی دی.
ویل شوي، محکمې د روسیې د اداري سرغړونو قانون د «کرکې او دښمنۍ د پارولو» اړوند مادې له مخې نوموړی مجرم پېژندلی دی.
هېره دې نه وي، چې دا لومړی ځل دی روسیه کې پر اسلامي امارت د ناسمې تبصرې له امله یو کس جریمه کېږي.


