مهر د ایران دولتي اژانس د ایران مذاکراتي ټیم یوې نږدې سرچینې له قوله ويلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ تفاهم ۱۴ مادې لري خو د تفاهم متن لا هم د ایران د اړوندو ادارو ارزونې او وروستي تایید ته اړتیا لري.
سرچينې ويلي، په دې څوارلس مادو کې لومړۍ د لبنان په ګډون ټولو جبهاتو کې د جګړې سمدستي او دایمي درول، دويمه کې د امریکا ژمنه چې د ایران په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او درېيمه ماده کې په ۳۰ ورځو کې د سمندري محاصرې ختمول شامل دي.
د معلوماتو له مخې په څلورمه ماده کې د امریکا تعهد چې د ایران شاوخوا سیمو څخه به خپل ځواکونه وباسي، پنځمه ماده کې د ایران د ترتیباتو له مخې په ۳۰ ورځو کې د هرمز تنګي بیا پرانیستل، شپږمه ماده کې د ایران پر نفتو، پېټروکېمیاوي محصولاتو او اړوندو عوایدو د بندیزونو ځنډول او د ایران مالي سرچینو ته بشپړ لاسرسی ورکول راغلي دي.
سرچينې ويلي، په اوومه ماده کې راغلي، چې امریکا او متحدین به یې د ایران د بیارغونې لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارد ډالرو پلانونه وړاندې کوي په اتمه ماده کې د ۶۰ ورځو مذاکراتو نهایي تړون، چې پکې اټومي موضوعات، د بندیزونو بشپړ لرې کېدل، د ایران د اقتصاد بیارغونه او د غني شوو موادو او غني کولو برخلیک شامل وي، په نهمه ماده کې د ایران ژمنه چې اټومي وسلې به نه تولیدوي او په لسمه ماده کې راغلي، د مذاکراتو پر مهال به امریکا نه په سیمه کې خپل ځواکونه زیاتوي او نه به نوي بندیزونه لګوي.
په يوولسمه ماده کې ليکل شوي، چې د ۶۰ ورځني مذاکراتي پړاو پر مهال د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ۲۴ میلیارد ډالرو خوشې کول، چې نیمایي به یې د خبرو له پیله مخکې ورکړل شي، په دولسمه ماده کې د تړون پلي کولو لپاره د څارنې میکانېزم جوړول، په ديارلسمه ماده کې راغلي، چې نهایي تړون به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له لارې تاییدېږي او څوارلسمه ماده کې راغلي، چې وروستۍ خبرې به تر هغه مخکې نه پیلېږي، څو د ایران د کنګل شویو شتمنیو نیمایي خوشې نه شي، د ایران پر نفتو بندیزونه ونه ځنډول شي او سمندري محاصره ختمه نه شي.
همدا راز معلومات ښيي، چې نهایي تړون به یوازې د غني شویو موادو او غني کولو برخلیک، د بندیزونو لرې کول او د ایران د اقتصادي بیارغونې پر پروګرام متمرکز وي.
ايران همدا راز ټينګار کړی، چې د ایران د توغندیز پروګرام او د مقاومت ډلو ملاتړ له اجنډا څخه ایستل شوی دی.


