Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د ایران او امريکا ترمنځ د احتمالي تړون ۱۴ مادې رسنيزې شوې
    سیمه

    د ایران او امريکا ترمنځ د احتمالي تړون ۱۴ مادې رسنيزې شوې

    عمران آغاعمران آغا12 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مهر د ایران دولتي اژانس د ایران مذاکراتي ټیم یوې نږدې سرچینې له قوله ويلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ تفاهم ۱۴ مادې لري خو د تفاهم متن لا هم د ایران د اړوندو ادارو ارزونې او وروستي تایید ته اړتیا لري.

    سرچينې ويلي، په دې څوارلس مادو کې لومړۍ د لبنان په ګډون ټولو جبهاتو کې د جګړې سمدستي او دایمي درول، دويمه کې د امریکا ژمنه چې د ایران په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او درېيمه ماده کې په ۳۰ ورځو کې د سمندري محاصرې ختمول شامل دي.

    د معلوماتو له مخې په څلورمه ماده کې د امریکا تعهد چې د ایران شاوخوا سیمو څخه به خپل ځواکونه وباسي، پنځمه ماده کې د ایران د ترتیباتو له مخې په ۳۰ ورځو کې د هرمز تنګي بیا پرانیستل، شپږمه ماده کې د ایران پر نفتو، پېټروکېمیاوي محصولاتو او اړوندو عوایدو د بندیزونو ځنډول او د ایران مالي سرچینو ته بشپړ لاسرسی ورکول راغلي دي.

    سرچينې ويلي، په اوومه‌‌ ماده کې راغلي، چې امریکا او متحدین به یې د ایران د بیارغونې لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارد ډالرو پلانونه وړاندې کوي په اتمه ماده کې د ۶۰ ورځو مذاکراتو نهایي تړون، چې پکې اټومي موضوعات، د بندیزونو بشپړ لرې کېدل، د ایران د اقتصاد بیارغونه او د غني شوو موادو او غني کولو برخلیک شامل وي، په نهمه ماده کې د ایران ژمنه چې اټومي وسلې به نه تولیدوي او په لسمه ماده کې راغلي، د مذاکراتو پر مهال به امریکا نه په سیمه کې خپل ځواکونه زیاتوي او نه به نوي بندیزونه لګوي.

    په يوولسمه ماده کې ليکل شوي، چې د ۶۰ ورځني مذاکراتي پړاو پر مهال د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ۲۴ میلیارد ډالرو خوشې کول، چې نیمایي به یې د خبرو له پیله مخکې ورکړل شي، په دولسمه ماده کې د تړون پلي کولو لپاره د څارنې میکانېزم جوړول، په ديارلسمه‌ ماده کې راغلي، چې نهایي تړون به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له لارې تاییدېږي او څوارلسمه ماده کې راغلي، چې وروستۍ خبرې به تر هغه مخکې نه پیلېږي، څو د ایران د کنګل شویو شتمنیو نیمایي خوشې نه شي، د ایران پر نفتو بندیزونه ونه ځنډول شي او سمندري محاصره ختمه نه شي.

    همدا راز معلومات ښيي، چې نهایي تړون به یوازې د غني شویو موادو او غني کولو برخلیک، د بندیزونو لرې کول او د ایران د اقتصادي بیارغونې پر پروګرام متمرکز وي.

    ايران همدا راز ټينګار کړی، چې د ایران د توغندیز پروګرام او د مقاومت ډلو ملاتړ له اجنډا څخه ایستل شوی دی.

    مخکینۍ مقالهاحمد الشرع راتلونکې يکشنبه د ډونالډ ټرمپ په رسمي بلنه امريکا ته په سفر ځي
    راتلونکي مقاله د يمن د وسلو په يوه ډيپو‌ کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

    مربوطه لیکنې

    سپاه پاسداران وایي، په اردن کې مو د امریکا دوه هوايي اډې په بالستیک توغندیو ویشتي

    31 اگست 2026

    سپاه پاسداران وایي، هرمز تنګي کې لویه تېل وړونکې بېړۍ له دوو سمندري ماینونو سره لګېدلې

    31 اگست 2026

    رویټرز: د ایران جګړې امریکا له سیاسي، اقتصادي او پوځي فشارونو سره مخ کړې

    29 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 31 اگست 2026

    د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي: د پکتیکا په ولسوالیو کې به عمومي روغتونونه جوړ شي

    د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي نور…

    د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: که زه ولسمشر شوی نه وای، اسرائیل به نور پاتې نه و او ډېر احتمال دا هم و چې اصلاً منځنی ختیځ به نور موجود نه و

    31 اگست 2026

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر له همکارو مؤسساتو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه کړې

    31 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي: د پکتیکا په ولسوالیو کې به عمومي روغتونونه جوړ شي

    31 اگست 2026

    د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: که زه ولسمشر شوی نه وای، اسرائیل به نور پاتې نه و او ډېر احتمال دا هم و چې اصلاً منځنی ختیځ به نور موجود نه و

    31 اگست 2026

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر له همکارو مؤسساتو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه کړې

    31 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،187 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،133 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،251 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.