انډپنډنټ عربي راپور ورکړی، چې د یمن عدن ولایت الصولبان پوځي اډه کې د وسلو په یوه ډیپو کې د چاودنې له امله ۱۲ پوځیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
همداراز، د ياد ولایت والي عبدالرحمن شیخ کور مخې ته د ډزو په یوه پېښه کې یو سوریایي ډاکټر، د هغه مېرمن او دوه یمني سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان دي.


