د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د روان ۱۴۰۵ ه ش کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې یو میلیون، ۳۰۰زره او ۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي، چې اندازه یې نږدې ۶۸۹ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
له ټولګټو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د انتقالاتو یوه برخه صادرات دي چې، اندازه یې ۴ زره او ۲۴۶ ټنو ته رسېږي.
د یاد وزارت په وینا، په ۱۴۰۵ ه ش کال کې د انتقالاتو کچه ۱,۰۰۳,۸۲۱ مټریک ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي د اوسپنې پټلیو له لارې د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.


