د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روسیه اوسمهال عملاً د ناټو په چوکاټ کې د لوېدیځ د ګډ پوځي ایتلاف پر وړاندې یوازې ولاړه ده او دا د ده په خبره یو «څرګند حقیقت» دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې له پراخو بهرنیو فشارونو سره سره، روسیه د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
پوتین زیاته کړې، چې د اوکراین جګړې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ تقابل لوړې کچې ته رسولی او مسکو به د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره له خپلې تګلارې په شا نهشي.


