رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د هوایي ځواک یوه «بي-۵۲» بمب غورځوونکې الوتکه د کالیفورنیا په سویل کې لوېدلې ده.
راپور کاږي، چې دغه الوتکه له «اډوارډ» هوایي اډې څخه د پورته کېدو پر مهال راغورځېدلې او د عملې ټول غړي چې ۸ تنه وو، وژل شوي دي.
د امریکا د هوایي ځواک چارواکو ویلي، چې دغې الوتکې ازمایښتي ماموریت تر سره کاوه، چې له ځمکې څخه تر پورته کېدو وروسته د هوایي ډګر په ځغاست لیکه کې راولوېده.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد په کانزاس سيټي ښار کې هم د دغه هېواد یوه اېف-۱۸ جنګي الوتکه لوېدلې وه.


