د جمهوريت پر مهال د دفاع وزارت مرستيال تميم عاصي، د پاکستان او په تېره عاصم منير د ستاينو په اړه د سرور دانش د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې نوموړی د پاکستان بوټ پاک او اجنټ بللی دی.
تمیم عاصي د عاصم منير او ایاېسای په تړاو سرور دانش بې ساري تمايل ته ليکلي، «د ای ایس ای د پښو نښې په دې نا ارامو ورځو کې په کومو او کومو ځایونو کې پیدا کوئ؟ جګړه چا وکړه؟ قرباني چا ورکړه؟ او اوس بوټ پاکي او د پښو مچو کول څوک کوي؟»
نوموړی زیاتوي «دا سړی کلونه د افغانستان د ولسمشرۍ مرستیال و او د پام وړ کلونه یې په ایران کې درس ویلی دی، خو پيغام یې دا دی، چې پاکستان خانه آباد!.»
نوموړی زياتوي، چې سرور دانش د جمهوريت پر مهال په فساد، د ځمکو غصب، زورواکۍ او په ځانګړې توګه په بامیان او دایکندي ولایتونو کې د خپلوانو په پراخو مقرریو ککړ و.
د نوموړي په خبره، لږ پاتې چې سرور دانش په ښکاره د عاصم منير د نوکر کېدو اعلان وکړي.


