د مقاومت او نورو افغان ضد جبهو سربېره د محمد محقق په مشرۍ وحدت ګوند حدت هم یوه اعلامیه کې د ایران-امریکا تفاهم ته رسیدو کې د پاکستان د رول بې ساری بللی او په خبره یې چې د دوی دوست هېواد (پاکستان) په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې.
محمد محقق ويلي، «د ورور او دوست هېواد پاکستان د لوړپوړو چارواکو جلالتمآب محمد شهباز شریف، جناب مارشال عاصم منیر، اسحاق ډار او محسن نقوي له هغو هڅو صمیمانه منننه کوو، چې د دې هوکړې د زمینې برابرولو لپاره یې ترسره کړې دي.»
په دې وروستيو کې د وحدت ګوند په ګډون، د مقاومت او نورو جبهو مشران د پاکستان په ستاينه بوخت دي او د امريکا او ايران د کړکېچ په کمولو کې عاصم منير له کليدي لوبغاړو څخه شمېري.


