العربیة راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا له هوکړې وروسته، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې خپل نفوذ لا پراخ کړی او په خان یونس او رفح کې یې د نویو کانکریټي دېوالونو په درولو سره ګڼې فلسطینۍ کورنۍ کډوالۍ ته اړ ایستلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو د غزې پر ۷۰ سلنه خاورې ولکې ټینګولو امر کړی او دا مهال د غزې نږدې دوه میلیونه اوسېدونکي د حماس تر کنټرول لاندې ساحلي سیمو کې ژوند کوي.
بل لور ته سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر اوربند شوی، خو اسرائیلي ځواکونه پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او تر دې دمه یې ۹۹۰ تنه فلسطینیان یې په شهادت رسولي دي.


