Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک
    تبصرې

    د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک

    عمران آغاعمران آغا21 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان پر وړاندې د استخباراتي جګړو نوی فصل په داسې حال کې پرانیستل شوی، چې د جمهوري رژیم پخواني نظاميان او شریر اربکیان د پاکستان پوځي رژیم د ګټو لپاره د جګړې کرښې ته ټېل وهل شوي دي او یا هڅه کېږي چې په راتلونکي کې یې د اوسنی ټيټ ګواښ درجه لوړه کړي. دوی د جګړې په دوام کې خپلې مادي ګټې لیدلې دي او کله چې جمهوریت وپرځول شو، نو خپل ټول تمثیلي شعارونه یې هېر کړل او د هماغه پوځي رژیم غېږې ته یې پناه یووړه چې پرون یې د هغوی پر ضد د جګړې لاپې وهلې.

    له پوځي رژیم او آی ایس آی سره د دوی غاړه غړۍ کېدل او د هغوی د لاسپوڅو ملکانو تر مشرۍ لاندې رايوځای کېدلو وښودله، چې د باطل ټولې څانګې په پای کې د حق په وړاندې یو ځای کېږي. دوی هڅه کوي چې د آی ایس آی په امر او د سیمه ییزو اجیرو ملکانو په مشرۍ په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړي او د شریعت د پلي کېدو مخه ونیسي، مګر د دغو عناصرو پخواني او اوسني ظلمونه انجام ته د رسېدو په لور ګامونه اخلي.

    په بلوچستان کې د عامو پاڅونوالو دوامداره پرلت او اعتراضونو روښانه کړه، چې د دغو اربکیانو د وحشت او شرارت تېغ د بلوچستان د عامو ولسونو تر غاړو هم رسېدلی دی. لاریونوال په ډاګه وایي چې دا کسان د وحشت خوی لري او تر هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او لویې لارې به تړلې وساتي، ترڅو چې پوځي رژیم دغه شریر اربکیان له سیمې نه وي شړلي.

    دغه وضعیت په ډاګه کړې چې د دغو مأجورو وسلوالو شتون نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د امنیت لپاره د سرطان د دانې په څېر دی او د دوی د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت عزم او له ځینو سیمو د شړلو لپاره د ولسي پاڅون راپورته کېدل د دوی د بشپړې ناکامۍ زنګ دی. د غولول شویو ځوانانو پروني قاتلین نن په خپله د مرییتوب په داسې حالت کې راګیر دي چې نه په کوربه سیمو کې خلکو ته د منلو دي او نه به په افغانستان کې دننه خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

    د افغان حکومت جدي غبرګون او عملي اقدام هم وښودله، چې د دښمن هېڅ شوم پلان د دوی له سترګو پناه نه شي پاتې کېدای او همالته د دغو شریرو اربکیانو د مرکزونو په نښه کول د دې اقدام ژوندی ثبوت دی. د دغو وسلوالو کسانو برخلیک به د تاریخ د نورو دلالانو غوندې وي؛ دوی به د تېر په څېر مخ توري او شرمېدلي پاتې شي او فتنې به یې په نطفه کې خنثی کېږي.

    مخکینۍ مقالهایران د افغانستان رئیس‌الوزراء ته د علي خامنه‌ای جنازه کې د ګډون بلنه ورکړې
    راتلونکي مقاله د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    مربوطه لیکنې

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    22 اگست 2026

    د حسیب وژل کېدو د مخالفو ډلو ترمنځ بې باوري اوج ته رسولې ده

    22 اگست 2026

    پخوانیو نظامیانو ته د سمیع سادات ګواښونه او د پردې تر شا واقعیتونه

    21 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 23 اگست 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، سره له دې…

    بریتانیا او فرانسې ته د ایران خبرداری؛ اسرائیلو ته د وسلو لېږد په جنایتونو کې مشارکت دی

    23 اگست 2026

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    22 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    23 اگست 2026

    بریتانیا او فرانسې ته د ایران خبرداری؛ اسرائیلو ته د وسلو لېږد په جنایتونو کې مشارکت دی

    23 اگست 2026

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    22 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،178 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،127 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.