Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟
    سیاسي لیکني

    له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟

    عمران آغاعمران آغا22 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سیاسي ډګر کې د حکومتونو پر تګلارو سالمې نیوکې یو معمول دی، خو کله چې دغه نیوکې په عقده‌يي مخالفت بدلې شي او بیا د هېواد د علیا مصالحو او پوځي بریاوو په وړاندې او د دښمن د مورچلونو د دفاع او توجیه کولو تر بریده ورسېږي، نو بیا دا عمل له سیاسي مخالفت څخه وځي او مستقیم د ملي خیانت بڼه غوره کوي. په پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش د ریښو او د پاکستاني استخباراتو د لاسپوڅو اربکیانو پر ضد د افغان حکومت وروستي ډرون بریدونه یو مشروع دفاعي ګام و، چې د هېواد د دښمنانو د ځپلو په موخه په پوره بریالیتوب سره ترسره شو.

    د دغې سترې نظامي لاسته راوړنې او د دښمن په زړه کې د افغان ځواکونو د دقيق او بریالي برید په وړاندې، د متحدې جبهې او مقاومت جبهې غبرګونونه په رښتیا هم د هر افغان په زړه کې د تأسف او کرکې احساس راپاروي. دا جبهې د دې پر ځای چې د هېواد د خاورې او ولس له امنیت څخه د داسې پرېکنده دفاع ملاتړ وکړي، د نورو بهرنیو هېوادونو له پلازمېنو څخه د پاکستان د پوځي لاسوهنو او بریدونو د توجیه کولو لپاره اعلامیې خپروي او د هېواد د پوځي بریا مخالفت کوي.

    دا چې د دغو جبهاتو مشران د افغان ځواکونو بریدونه غندي او پر هېواد د پردیو استخباراتي کړیو د بریدونو د توجیه لپاره استدلالونه جوړوي، ښيي چې د دوی وجدان د څو ډالرو او بهرنیو امتیازاتو په بدل کې پلورل شوی دی. دا پلورل شوي مشران او جنرالان یوازې هغه وخت خپل غږ اوچتوي او دریځ نیسي، چې د افغانستان غاښ ماتوونکی ځواب د دوی د بهرنیو بادارانو ګټې له خطر سره مخ کړي. دا د شرم او تاریخي بدنامۍ خبره ده چې یو څوک د خپل هېواد د پوځي ځواکمنتیا په لیدلو د خپل هېواد په ضد دریځ نیسي.

    تر ټولو د افسوس او حیرانتیا خبره دا ده چې د دغو جبهو ډېری مشران او پوځي چارواکي تر پرونه د هېواد په داخل کې د پوځي رژیم د دښمنۍ په نوم ځوانان جګړو ته استول او ځانونه یې د خاورې مدافعین ګڼل؛ خو نن د پاکستان په ځینو ښارونو کې د دفترونو، موټرو او پيسو په بدل کې د هغوی د نفوذي شبکې برخه ګرځېدلي دي. دوی د پاکستاني استخباراتو له بانفوذه څېرو سره د محافظینو په نوم ګرځي، خو په واقعیت کې د افغانستان په ضد پلانونه جوړوي او نه غواړي هېواد یې مستقل او افغان حکومت ځواکمن واوسي.

    له افغان حکومت سره هر ډول سیاسي اختلاف هېڅکله د دې لپاره توجیه نه شي کېدای چې یو څوک دې د خپل هېواد د دښمنانو او اجیر پوځ د عامو وژنو او لاسوهنو ملاتړ یا سپیناوی وکړي. هر افغان چې حتی یوه ورځ یې هم د دې سپېڅلې خاورې اوبه او ډوډۍ خوړلې وي، هېڅکله به د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ناولې لوبې او بریدونه توجیه نه کړي او نه به هم د هغوی د لاسپوڅو ډلو لکه داعش او اربکیانو پر مرکزونو د افغان هوايي ځواکونو پر ځای بریدونه وغندي.

    باید په ډاګه شي چې د دغو جبهاتو پاکستان‌پالي دریځونه او د غلامۍ دا ډول هڅې به د افغان ولس په منځ کې د هغوی د لا زیاتې رسوایۍ او ذلت لامل شي. افغان ولس نن په دې پوهېږي چې څوک د هېواد د بقا او نظامي برلاسۍ لپاره سر نذرانه کوي او څوک د پردیو جګړو د اور سون توکي دي. افغان ځواکونو په تېرو بریدونو کې خپل مطلوب او مهم اهداف په دقیق ډول له منځه یووړل او ثابته یې کړه چې د هېواد پوځي ځواک د هیچا پروا نه ساتي، په داسې حال کې چې دغو جبهو ته به یوازې د تاریخي بدنامۍ او غلامۍ داغ په برخه پاتې شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد قطر په راس‌لفان صنعتي سیمه کې زوروره چاودنه شوې
    راتلونکي مقاله د ایران او امریکا مذاکرات پای ته‌ ورسېدل؛ ایراني پلاوی تهران ته پر لار دی

    مربوطه لیکنې

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    سمیع سادات؛ له جګړې د پاکستان تر غېږې

    20 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 25 اگست 2026

    جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    د جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات ویلي،…

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    خپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي

    25 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    25 اگست 2026

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    خپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي

    25 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،183 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،130 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.