صهیونیستي لیکوال، بن کاسپیټ په المانیتور وېبپاڼه کې په یو راپور کې لیکلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ کړکېچ بې ساري کچې ته رسېدلی دی.
سرچينې ويلي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه رژیم په سیاسي او امنیتي کړیو کې اندېښنې په ډېرېدو دي چې د لبنان او ایران په سر اختلافات کېدای شي په داسې یو سیاسي بحران بدل شي چې د نتنیاهو سیاسي راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.
که څه هم ډونالډ ټرمپ، د منځني ختيځ په روان کړکېچ کې د اسرائیل له اصلي ملاتړو څخه شمېرل کېږي؛ خو په دې وروستيو کې یې ترمنځ خورا ژور اختلافات راپورته شوي.


