د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې بهرنیو هېوادونو ته د اینجې طبي بوټي د صادراتو او په دې برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ کمېټه دې د یادې موضوع په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او خپل راپور دې له مشخصو وړاندیزونو سره یوځای اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
اینجه د افغانستان د هغو طبي بوټو له ډلې ده، چې په زیاته کچه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او ډېری هېوادوال په هېواد کې دننه د دغه بوټي په کښت او راټولولو بوخت دي.


