له آمو ټلویزیون څخه د یادې رسنۍ د مسؤل مدیر سمیع مهدي جلا کېدل او استعفا د یو عادي اداري بدلون په توګه نه شي تحلیل کېدای، بلکې دا استعفا د یوې داسې رسنۍ په داخلي جوړښت کې د ژورو ننګونو، اختلافاتو او بنسټیزو ستونزو څرګندونه کوي چې له پیله یې د جنجالي بحثونو په محور کې قرار درلود.
د آمو په څېر رسنیو په مدیریت کې دا یو منل شوی اصل دی چې د مالي مسایلو پر سر اختلافات او د سیاسي لیدلورو تضادونه تل لومړی د رسنۍ مسؤلین اغېزمنوي. له همدې امله، د مهدي استعفا، چې ویستل کېده یې هم بللای شو، دا روښانه کړه چې د یادې رسنۍ د پر مخ وړونکو او د هغې د پټو تمویلوونکو ترمنځ د نظر او ګټو داسې درز پیدا شوی، چې نور یې په ګډه پر مخ تلل ناممکن کړي وو.
د سمیع مهدي فکري تمایلات او له ځانګړو سیاسي ډلو، لکه تش په نوم مقاومت جبهې او جمعیت دوه سري ګوند سره د هغه ژمنتیا، نورو بغاوتګرو ډلو سره نږدې اړیکې او په تېر کې په آزادۍ راډيو او ځینو نورو هغو رسنیو کې کار چې د بهرنیو ګټو لپاره یې تمویل کېده، تل په آمو کې د نوموړي پر بې طرفۍ د نیوکو سرچینه ګرځېدلې وه. د رسنیو د پېژندل شویو معیارونو له مخې، کله چې د یوې رسنۍ دغسې مسؤل د ولس د عمومي ګټو پر ځای، د جنګي او سیاسي مخالفو ډلو په ګټه تبلیغاتو ته لومړیتوب ورکړي، رسنۍ له خپل اصلي رسالت څخه په یوه، یو اړخیز ابزار بدلېږي.
له پیله، بیا تر دې وروستیو پورې د آمو ټلویزیون خپرونې د ملي روحیې د پیاوړتیا پر ځای، تر ډېره د فکري او قومي درزونو د پیدا کولو پر هڅو ورټولې وې، چې دې چارې د خلکو په منځ کې د هغوی باور سخت زیانمن کړی او حیثیت یې له لاسه ورکړی.
د آمو ټلویزیوني شبکې د مالي سرچینو پټ پاتې کېدو او د روڼتیا نشتوالي د ډېری افغانانو په ذهن کې جدي او منطقي شکونه پیدا کړي. په داسې یو وخت کې چې په نړۍ کې ډېری رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د داسې یوې شبکې پر مخ وړل چې لوړ لګښت لرونکي پروګرامونه تولیدوي، ښيي چې تر شا یې بهرنۍ او مشکوکې ملاتړې سرچینې شته. همدا لامل دی چې د رسنیو ګڼ شمېر کارپوهان آمو ته د یوې خپلواکې رسنۍ نه، بلکې د یوې داسې بهرنۍ پروژې په سترګه ګوري چې د ځانګړو سیاسي اجنډاوو د پلي کولو لپاره تمویلېږي.
د دغې رسنۍ تر ټولو د پام وړ هېواد ضد فعالیت، په حساسو او برخلیک ټاکونکو شېبو کې ناسم او متناقض دریځ خپلول دي. د بېلګې په توګه، کله چې پر افغان خاوره د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هوایي او ځمکنیو بریدونو لړۍ روانه وه، د دې پر ځای چې آمو د خپل مظلوم ملت غږ شي، برعکس یې د پاکستاني اړخ روایات بدرګه کول او له هغو کړیو سره اوږه په اوږه ودرېد چې د هېواد دفاعي روحیه یې کمزورې کول. دغه راز یو اړخیز دریځ، له افغانانو سره نور هم دا پوښتنه جدي کړې چې د دغې رسنۍ مالي او سیاسي ګټې له کومو لوریو سره تړلې دي؟
له آمو ټلویزیون څخه د سمیع مهدي شړل کېدل، د یوې داسې رسنیزې پروژې د ناکامۍ پیلامه ده چې د ولسي روحیې د کمزوري کولو او د هېواد د پرمختګونو د ناسم ښودلو په هدف رامنځته شوې ده. واقعیت دا دی چې که یوه رسنۍ په هر څومره لویو مالي امکاناتو او د بهرنیو قدرتونو په ملاتړ هم تکیه ولري، تر څو چې د خپل ملت له رښتیني درد، هویت او ملي ګټو سره همګامه نه شي، په ټولنه کې ځای نه شي موندلی او بالاخره به له داخلي اختلاف، سقوط او ماتې سره مخ کېږي.


