ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ نن یکشنبه سهار کوېټ او بحرین کې د امریکايي پوځ پر مرکزونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.
ویل شوي، دغه بریدونه کوېټ کې پر عليالسالم او بحرین کې پر شیخ عیسی هوایي هډې ترسره شوي دي.
د ایران سپاهپاسداران ویلي، چې دغه بریدونه یې د ایران ساحلي سیمو د امریکا وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي، تېره شپه یې هرمز تنګي کې د ایران پر نظامي موخو بریدونه کړي.
د سنټکام په وینا، دا بریدونه هرمز تنګي کې د تېلو پر لېږدونکې بېړۍ د ایران بېپیلوټه الوتکې برید په غبرګون کې کړي دي.


