Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د پوځ تر واک لاندې چترال، د مخالفو ډلو د تبلیغاتي ډرامو کوربه دی
    تبصرې

    د پوځ تر واک لاندې چترال، د مخالفو ډلو د تبلیغاتي ډرامو کوربه دی

    عمران آغاعمران آغا28 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌غږ موندنې ښيي چې د تش په نوم آزادۍ جبهې یو شمېر ویډیوګانې د پاکستاني پوځي رژیم تر کنټرول لاندې چترال او نورو سیمو کې ثبت شوې او د تبلیغاتو، عامه افکارو اړولو او پاکستان د خوشحالولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې، افغانستان ته منسوبو سیمو په نوم خپرېږي.

    په دې وروستیو کې د نوموړې خیالي ډلې څو تنو غړو یوه ویډیو ثبت کړې وه او ادعا یې کړې وه چې د افغانستان، بدخشان ولایت کې حضور لري او د افغان حکومت په وړاندې جنګېږي؛ همدا راز یادې ډلې د یوې ویډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د راکټ انداختونه کړي دي. خو د هندوکش‌غږ د ترلاسه شویو اطلاعاتو او ویډيوګانو د تخنیکي تحلیل پر بنسټ ثابته شوه، چې یادې ویډیوګانې د چترال په غرونو او نورو سيمو کې، د پوځي رژیم له سیمه‌ییزو امنیتي ارګانونو سره په همغږي ثبت او خپرېږي.

    د چترال جغرافیايي موقعیت داسې جوړ دی چې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې تړلی دی، چې د دواړو خواو د غرونو بڼه، رنګ او جوړښت کټ مټ یو شان ښکاري، ځکه دواړه د هندوکش د یوې ګډې لړۍ برخه دي؛ له همدې موقع په استفاده آزادۍ جبهه تبلیغاتي جعلي ویډیوګانې جوړې او خپروي. د لغمان په الینګار کې د ادعا شوي برید ویډيو هم جعلي او تبلیغاتي ده او افغانستان کې نه ده جوړه شوې، ځکه بریدګر د راکټ انداخت کوي، خو خپل مقابل هدف په دقیق ډول نه ښيي او نه یې هم د مقابلو ډزو کوم ثبوت شته، په داسې حال کې چې بریدګر ښيي چې د غره له یوې لوړې څوکې انداخت کوي؛ همدا راز اعلامیه کې یادونه شوې چې څو دقیقې یې جګړه کړې، خو په ویډیو کې د غبرګون هیڅ نښه نه لیدل کېږي.

    دا ډول نمایشي او تبلیغاتي تحرکات وروسته له هغې زیات شوي چې تېره اونۍ د افغان حکومت هوايي ځواکونو، د پاکستاني پوځ تر کنټرول لاندې د شریرو اربکیانو او داعش ډلې پر مرکزونو او پټنځایونو مرګوني بریدونه وکړل. د دغو بریدونو پایلو وښودله چې پاکستان دغو ډلو ته په خپله خاوره کې پراخ امکانات، خوندي پټنځایونه او هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي، ترڅو هغوی وکولای شي په اسانۍ سره د ننه په پاکستان کې خپلې ډراماتیکې ویډیوګانې جوړې او خپرې کړي.

    کارپوهان په دې باور دي چې د دغو جعلي ویډیوګانو تر شا اصلي موخه د حقایقو برعکس ښودل او یو ډول رواني جګړه ده. مخالفې ډلې غواړي د داسې تبلیغاتي ویډيوګانو له لارې د افغانانو ذهنونه مغشوش او هغوی د ځان په لور جذب کړي. له بلې خوا، د دې تمثیلي هڅو هدف دا دی چې مرکزي حکومت کمزوری وښيي، خو په حقیقت کې دا یوازې یو سیاسي چال او نېرنګ دی چې په ساحه کې هیڅ واقعي بڼه نه لري.

    مخکینۍ مقالهپنجشېر کې د منرالونو د استخراج لپاره د جوازونو د وېش لړۍ پیل شوه

    مربوطه لیکنې

    د آمو مدیریتي بدلون د اهدافو او مالي ننګونو پوښتنې راولاړې کړې

    25 جون 2026

    د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت

    21 جون 2026

    د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    21 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 28 جون 2026

    د پوځ تر واک لاندې چترال، د مخالفو ډلو د تبلیغاتي ډرامو کوربه دی

    د هندوکش‌غږ موندنې ښيي چې د تش په نوم آزادۍ جبهې یو شمېر ویډیوګانې د…

    پنجشېر کې د منرالونو د استخراج لپاره د جوازونو د وېش لړۍ پیل شوه

    27 جون 2026

    ملګري ملتونه: وینزویلا کې د زلزلو له امله تر ۵۰ زرو ډېر کسان ورک دي

    27 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پوځ تر واک لاندې چترال، د مخالفو ډلو د تبلیغاتي ډرامو کوربه دی

    28 جون 2026

    پنجشېر کې د منرالونو د استخراج لپاره د جوازونو د وېش لړۍ پیل شوه

    27 جون 2026

    ملګري ملتونه: وینزویلا کې د زلزلو له امله تر ۵۰ زرو ډېر کسان ورک دي

    27 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،109 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،223 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.