د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، سره د يوناما ماموريت د نوي مرستیال او د بشري برخې همغږي کوونکي، برونو لمارکي تعارفي لیدنه کړې.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې، لمارکي د بشري مرستو د څرنګوالي او ښه مدیریت کولو په اړه خپل نظر وړاندې کړی دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو د اړتیا ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغان حکومت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یوناما نوي مرستیال د هېواد له بهرنیو چارو وزیر څخه په مننې ژمنه کړې، چې د سپارل شویو دندو په ترسره کولو کې به خپلې ټولې هڅې وکړي.
نوموړي د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.


