د لبنان حزب الله او امل غورځنګونو د لبنان او صهیونیستي رژیم ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د لاسلیک شوي ۱۴ مادهییز چوکاټي تړون کلک مخالفت کړی دی.
دوی دا تړون د امریکا او صهیونیستي رژیم په ګټه، د لبنان ملي حاکمیت پر ضد او د مقاومت بې وسلې کولو یوه هڅه بللې ده.
حزب الله ټینګار کړی، چې خپله وسله به هيڅکله چاته ونه سپاري او له لبنانه د صهیونیستي ځواکون وتل باید بې له کوم شرطه ترسره شي.


