د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې د بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېرې اعلان کړې.
نوموړي ویلي، چې دغو بریدونو کې تر دې مهاله ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي شهیدان او ١٦٣ تنه ټپیان شوي دي.
ښاغلي فطرت ویلي، چې دغه بریدونه د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ او د کونړ په منورې ولسوالۍ کې د عامو افغانانو پر کورونو ترسره شوي دي.
دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر کسان د څمکنۍ ولسوالۍ اړوند مندوخیلو کلي کې پر مرسته رسوونکو او ژغورنکو کلیوالو د پوځي رژیم د برید له امله شهیدان او ټپیان شوي.
د افغان حکومت مرستیال ویاند ویلي، چې پر افغانستان د پاکستاني رژیم بېګانیو بریدونو کې درې بابه کورونه هم بشپړ تخریب شوي دي.
په ورته مهال د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او یاد بریدونه یې وحشت، جنایت او یرغل بللی دی.


