یو ځل بیا د پاکستان لخوا د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د بې ګناه ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو په نښه کول د سختې اندېښنې او غندنې وړ دي. اسلام اباد غواړي په دې ډول ړندو بمباریو او پوځي تحرکاتو خپلې داخلي امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناکامۍ پټې کړي. د دې پر ځای چې د پاکستان پوځي رژیم په خپل هېواد کې دننه د شته ناامنیو او کورنیو بحرانونو اساسي حللارې ولټوي، د ملامتیا پړه پر بل لوري اچوي او د زور ښودلو ناکامه هڅه کوي.
که د سیمې جیوپولیټیکي واقعیتونو ته وکتل شي، دا پوښتنه په کلکه مطرح کېږي چې آیا اسلام اباد اصلاً په رښتینې معنی د مسایلو سوله ییز حل غواړي؟ شواهد ښيي چې پاکستان په سیمه کې د یو مستقل او پر ځان بسیا افغانستان د لیدلو زغم نه لري او په دوامداره توګه د یو بې ثباته، کمزوري او په ځان یا نورو پورې تړلي افغانستان غوښتونکی دی. د دوی په ستراتیژۍ کې ثبات یوازې هغه مهال معنی لري چې د دوی د ګټو په چوکاټ کې وي او له همدې امله په داسې شرایطو کې چې د حل لارې شته، دوی پر پوځي بریدونو تکیه کوي.
افغان حکومت په وار وار د شخړو د حل لپاره رغوونکې طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي او د شته ستونزو پر ډیپلوماټیک حل یې ټینګار کړی، خو د اسلام آباد لخوا د دغو غوښتنو له پامه غورځول دا ثابتوي چې د پاکستان ادعاوې له حقیقت سره سمون نه لري. کله چې یو لوری په دوامداره توګه مذاکرات ردوي او د ګاونډي هېواد پر حریم بریدونو ته ترجیح ورکوي، معنی یې دا ده چې تر شا یې نور اهداف شتون لري. په افغانستان کې د کړکېچ اوج ته رسول ممکن د هغو پټو امتیازاتو او جیوپولیټیکي معاملو برخه وي چې د نړۍ د نورو قدرتونو لخوا د نفوذ د پراخولو لپاره پاکستان ته ورکول کېږي.
دا ډول غیر مسؤلانه اقدامات او په افغانستان کې د کړکېچ دوام په مستقیم ډول د ټولې سیمې امنیت، اقتصادي ګټې او ثبات له جدي خطر سره مخ کوي. حقیقت دا دی چې د پاکستان پوځي رژیم په خپله خاوره کې د داعش او نورو شریرو او ورانکارو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته یې خوندي پناه ځایونه ورکړي دي، خو د دې لپاره چې نړیواله ټولنه د دغه حقیقت له پټو ابعادو خبره نه شي، د ملامتیا پړه پر افغانستان اچوي.
پوځي رژیم په شعوري ډول په سیمه کې د دغو نیابتي ډلو تارونه په لاس کې ساتي، ترڅو له یوې خوا د سیمه ییز اتصال او ثبات مخه ونیسي او له بلې خوا د ترورېزم(!) په وړاندې د مبارزې تر چتر لاندې له نړیوالو څخه مالي او سیاسي امتیازات ترلاسه کړي. د حقایقو دا سیستماتیک پټول او د افغان خاورې په نښه کول یوازې د دې لپاره دي چې د هغو شریرو شبکو اصلي مرکزونه د نړیوالې ټولنې له پامه پټ پاتې شي چې په خپله د پاکستان په د ننه کې مېشتې دي.
د پاکستاني پوځي رژیم لپاره دا ډېره ګرانه ده چې خپل دا حقیقي او پټ اهداف په علني توګه له نړۍ او د خپل هېواد له خلکو سره شریک کړي، ځکه نو دوی تل له ترورېزم(!) سره د مبارزې تر شعار لاندې د ملکي افغانانو وینې تویوي. خو وخت راغلی چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه پر دې حقایقو سترګې پټې نه کړي او پر اسلام آباد فشار راوړي ترڅو د ملامتیا پر ځای، خپل داخلي امنیت په خپله خاوره کې تأمین کړي او د افغانانو پر وړاندې له تېري لاس واخلي.


