په بغلان کې د وروستیو دوو تنو قوماندانانو له منځه تلل د شر او فساد، اختطافګرو او غلو د ریښو د ایستل کېدو دوام دی. د نورو مواردو ترڅنګ، د شر او فساد ډلې خپل منځي اختلافات او د شخصي ګټو پر سر سیالۍ هم په دې بهیر کې مهم مرسته کوونکي موارد دي.
د باوري معلوماتو له مخې، یادو دوو تنو قوماندانانو او د هغوی ملګرو په نهرین، خوست، جلګې او بورکې ولسوالیو کې د اختطاف، وسلوالو غلاوو او عامو خلکو په ځورولو کې لاس درلود او ورسره هم مهاله یې د شر او فساد په ګټه فعالیتونه کول، مخکې تر دې چې د دغو کسانو پټنځايونه تر هدف لاندې راشي، د دوی ترمنځ پر پیسو، د مسؤلیت پر ساحو او واک خپل منځي شخړې او بې باورۍ اوج ته رسېدلې وې.
په مجموع کې د شر او فساد ډله د اختطاف، وسلوالو غلاوو او ځورونو له لارې هڅه کوي عامه امنیت اخلال کړي، خو دغه ډله له جدي بې ثباتۍ او داخلي شخړو سره مخ ده او همدا خپل منځي بې باوري وه چې لومړی یې حسیب قوای مرکز، بیا یې قوماندان شمس(خرابات) او قوماندان بابه په آسانۍ د مرګ خولې ته ور ټېل وهل.
د قوماندان شمس، بابه او د هغوی د ملګرو په له منځه تګ سره، په بغلان کې د دغه ډلې راتلونکي شوم پلانونه شنډ شول او عامه امنیت تأمین شو. د شر او فساد ډلې پر ضد منظم عملیات پیل شوي او د دوی د پټنځایونو په نښه کول تر پخوا ډېر چټک او باهدفه شوي دي. خو تلپاتې پوښتنه دا ده، چې د دغو وژنو برخلیک د چا په ګټه پای ته ورسېد او څوک د دې پروسې حقیقي قربانیان شول؟
تریخ واقعیت دا دی، چې حقیقي قربانیان د دې ډلې ساده غړي دي او هغه کسان چې د دوی مشري پر غاړه لري، دا مهال د اروپا په امن او لوکسو ښارونو کې له خپلو کورنیو سره په بشپړ ډاډ او آرامۍ کې ژوند کوي او د دې وژنو له لارې یوه ګټه ترلاسه کوي، چې بیا د څو دروغجنو شعارونو او خواخوږۍ د اعلامیو زمینه ورته برابرېږي. د مخالفو ډلو مشران د جګړې اور ته لرګي ور اچوي، خو خپله یې له هر خطره ځان خوندي کړی.
اروپا مېشتي مشران خپلې ډلې یوازې د خپلو شخصي غوښتنو، سياسي تجارت او تمویل کوونکو د پام جلبولو لپاره کاروي. دوی ته د خپلو ملګرو ژوند، د هغوی د کورنیو راتلونکی او عامه امنیت هیڅ ارزښت نه لري، بلکې یوازینی هدف یې دا دی، چې د ناخبرو کورنیو ځوانان د خپلو شخصي او مادي ګټو لپاره قرباني کړي او د اختطاف، غلاوو، ځورونو او امن اخلالوونکو کړنو له لارې، په بهر کې د خپل لوکس ژوند تمویل ته دوام ورکړي.
د شر او فساد ډلې پاتې غړو ته ثابته شوه، چې دوی په ناخبرۍ کې د نورو د شتمنۍ ډېرېدو او سوکالۍ لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوي وو، نه د هغو شعارونو او دعوو د تحقق لپاره، چې په سټېجونو او آنلاین ناستو کې تبلیغ کېږي. د مخالفو ډلو د غړو لپاره یوازینی هوښیارانه او له عقلانیت ډک اقدام دغې تباه کوونکې لارې ته شا کول او د امن غېږې ته راستنېدل دي.


