انډپنډنټ د حماس له قوله راپور ورکړی، چې د حسن نیت د څرګندولو په موخه یې خپله هغه اداري حکومتي کمېټه منحل کړې، چې د غزې د ملکي چارو مسوولیت یې پر غاړه درلود.
انډپنډنټ د حماس په وینا زیاتوي، تر هغې چې د غزې د ادارې ملي کمېټه په رسمي ډول خپلې دندې پیلوي، یو ملي منل شوی شخصیت به د لنډمهاله ادارې چارې سمبالوي.
حماس، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزه واکمن دی، له اوربند وروسته یې څو ځله ویلي وو، چې د غزې اداره به یوې ملي کمېټې ته وسپاري، خو دغه کمېټه، چې مشري یې علي شعث کوي او دا مهال په قاهره کې مېشته ده، د اسرائیل له لوري د اجازې نه ورکولو له امله تر اوسه غزې ته نه ده داخله شوې.


