د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت خبر ورکړی، چې د هېواد د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان د اقتصادي کمېسیون له تایید وروسته د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.
د یاد پلان له مخې، له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ نوې پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ نوې پلان شوې پروژې، او همدارنګه د برېښنا د توزیع ۳۴ نوې پروژې پلي کېږي.
چارواکي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد د انرژۍ سکټور د پام وړ پراختیا ومومي، د برېښنا تولید او لېږد ظرفیت به لوړ شي او پر وارداتي برېښنا به د هېواد اتکا کمه شي.


