العربیة راپور ورکړی، چې مالي کې د القاعدې شبکې او د طوارقو جبهې ګډو او پراخو بريدونو د یاد هېواد واکمنه پوځي شورا له سخت داخلي او خارجي تحرید سره مخ کړې ده.
سرچينې ويلي، که څه هم د پوځي شورا مشر جنرال اسيمي غويتا د دفاع وزير تر وژل کېدو وروسته د امنيت ټينګښت لپاره محدودیتونه لګولي، خو حکومت يوازې پر پلازمېنه او څو کليدي سيمو واکمن دی او د ولسي افکارو په سانسورولو سره د بشپړ کنټرول جعلي انځور وړاندې کوي، چې دغه وضعيت د دوام وړ نه دی.
ياده دې وي، چې د مالي هېواد د پلازمېنې په ګډون ګڼ ښارونه په وروستيو کې د القاعدې غورځنګ تر سختو بريدونو لاندې دي، او ګڼې سيمې یې نيولې هم دي.


