د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد په بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له وزیر پبیترا مارګریتا سره په کتنه کې د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې افغانستان د کرنیزو او حیواني محصولاتو د تولید پراخ ظرفیت لري او چمتو دی د هند اړتیا وړ محصولات دغه هېواد ته صادر کړي. نوموړي همداراز د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا د اهمیت ترڅنګ له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.


