د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د جبل السراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د جوړولو د پرانیستغونډې پر مهال وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو له لارې د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځانبساینې لپاره هڅې کوي.
اخندزاده زیاته کړه، چې ځانبساینې ته د افغانستان رسول هغه مهال امکان لري، چې ټولې پراختیايي پروژې عملي شي او حکومت، خصوصي سکټور او هېوادوال په ګډه همغږۍ او هڅو سره کار وکړي.
نوموړي د هېواد د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ورته پروژو پلي کېدل د افغانستان د ودې او ځانبساینې په برخه کې مهم رول لري.


