د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د لومړۍ حصې (خنج) ولسوالۍ په عمرز کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، پېښه د یوه کرولا ډوله موټر د چټک تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، موټر چلوونکی نیول شوی چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.


