د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر، شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې اړیکه کې د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ پر لارو چارو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د سیمې او نړۍ پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خپل نظرونه شریک کړي او د منځني ختیځ د روانو حالاتو په اړه یې بحث کړی دی.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو موضوع هم څېړل شوې او دواړو خواوو د سمندري تګ راتګ او مهمو بحري لارو د امنیت پر اهمیت ټینګار کړی.
د سعودي او امریکا مشرانو همداراز د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د هر هغه اقدام ملاتړ مهم بللی، چې د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.


