د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال او د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی، ترڅو د هیروئینو او متامفیتامینو د قاچاق د دسیسې او د پوځي کچې د درنو وسلو د برابرولو او قاچاق په تړاو په فدرالي محکمه کې محاکمه شي.
د امریکا سرپرست لوی څارنوال، ټوډ بلانچ، ویلي چې قدیر د ادعا له مخې د نشهيي توکو او وسلو د یوې نړیوالې جنايي شبکې مشري کوله او د امریکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (DEA) په مشرۍ ترسره شویو څېړنو یې فعالیتونه افشا کړل.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، عبدالظاهر قدیر تېر کال د کینیا په په پلازمېنې نایروبي کې نیول شوی و او تر استرداد وروسته اوس په امریکا کې د محاکمې له بهیر سره مخ دی.
نوموړی تر وروستۍ محکمې پورې په توفیق کې ساتل کېږي او که تورونه پرې ثابت شي، نو له لسو کلونو تر عمري بند پورې سزا باندې به محکوم شي.


