د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱ میلیارده افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه یې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته له ګردښته ایستلي او د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې په ځانګړې بټۍ کې سوځولي دي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، په دغو بانکنوټونو کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه شامل وو، چې د بانک د دویم مرستیال ملا محمد آخند په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې وسوځول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، د زړو بانکنوټونو د راټولولو او سوځولو موخه په مالي راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کول او له ګردښته د غیرمعیاري بانکنوټونو ایستل دي.
افغانستان بانک له هېوادوالو غوښتي، چې د افغانۍ بانکنوټونو د ژر زړېدو د مخنیوي لپاره دې له بانکنوټونو څخه په سمه توګه ساتنه او د کارولو پر مهال احتیاط وکړي.


