د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد له یوې رسنۍ سره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوې او نور هیڅ فزیکي حضور نه لري.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، د افغان حکومت امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد بشپړ کنټرول لري، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د اندېښنې هېڅ دلیل نهشته.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و، مسکو په افغانستان کې د داعش د شتون او پراختیا په اړه اندېښنه لري.


