د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو د یوې ډلې مشر او د نشهيي توکو یو پلورونکی نیولی دی.
د خبرپاڼې په وینا، نیول شوی کس په سیمه کې په پلان شویو غلاوو او د نشهيي توکو په خرڅلاو کې ښکېل و او د دقیقو استخباراتي معلوماتو او هدفي عملیاتو په پایله کې ونیول شو.
په خبرپانه کې راغلي، چې د نوموړي له ولکې څخه ۳۰ غلا شوي ځیرک او عادي مبایلونه، ۱۲ توپانچې، سلګونه مرمۍ، یو شمېر شاجورونه، ۱۲ لاسي بمونه، یوه اندازه نشهيي مواد او ګڼ نظامي مهمات هم ترلاسه شوي دي.
خبرپانه زیاتوي، نیول شوی کس یو متکرر مجرم دی او تر دې وړاندې هم د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوی و او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې پر ګڼو جرمونو اعتراف هم کړی دی.


