الجزیرې د اروپا – مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز د راپور له قوله ويلي، چې د دوشنبې په ورځ سهار مهال د ایران په لوېدیځ کې د ۵.۵ درجې په کچه زلزله شوې ده.
په ورته مهال ایراني رسنیو هم تائید کړې، او ويلي یې دي، چې نن سهار په ۷:۱۳ بجو، د ۵.۲ ریښتر په کچه یوې زلزلې د کرمانشاه کوزران ته نږدې سیمې ولړزولې او د ۵ دقیقو په فاصله، بلې زلزلې د ۵.۷ ریښتر په کچه همدا سیمه بیا ولړزوله.
ياده دې وي، چې دوه ورځې وړاندې هم ايران کې د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزله شوې وه.


