له پېښو سره د مبارزې امادهګۍ ادارې ویلي، چې د نورستان ولایت د پارون ښار د وروستیو سختو سېلابونو له امله تر اوسه ۲۰ تنه شهیدان، له ۸۰ ډېر کسان ټپیان او له ۱۰۰ څخه زیات نادرکه شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د ژغورنې لټون او مرستو رسولو ډلې سیمې ته رسېدلي او هڅې روانې دي تر څو نادرکه کسان وموندل شي او زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د والي ویاند فریدون صمیم هم ویلي، چې یادو سېلابونو د پارون ښار سوداګریزې سیمې هم سختې ځپلي او هټۍوالو ته یې د شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالر زیان اړولی.
تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د ژغورنې او ارزونې له دوام سره بدلون ومومي.


