واشنګټن پوسټ ویلي، چې د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي چې د ایران پر ضد د امریکا احتمالي نوي پوځي بریدونه ښايي پر تهران د پام وړ اغېز ونه کړي او دغه هېواد د خبرو اترو پر مهال د خپل دریځ نرمولو ته اړ نه کړي.
د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو په وینا، د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ او تقابل ښايي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.


